د ناټو سرمنشي وايي چې له افغانستان وتل ورته په دغه هېواد کې تر اوسېدو په ګرانه بيه تمامېږي. د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون په هرات ولايت کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت اړوند قوماندانۍ کې خپلو ځواکونو ته د وينا پر مهال کړې دي. د نوموړي په وينا، که د ناټو ځواکونو حضور له افغانستان سره مرسته ده، نو له بلې خوا له ناټو او نړيوالو سره هم مرسته ده او دا حضور د نړيوالې ټولنې د امنيتي ګټو لپاره هم مهم دی. د ناټو سرمنشي وايي، که د ناټو حضور پای ته ورسول شي، نو نړيوال ترهګر به په افغانستان کې پر غربي هېوادونو بريدونو لپاره پلانونه جوړ او د دغو هېوادونو امنيت له ګواښ سره مخ کړي. خو سټولټنبرګ ويلي چې په افغانستان کې ننګونې، سختۍ او ستونزې هم ډېرې دي او دوى په کمه سترګه نه ورته ګوري. د هغه په وينا، که چېرې ناټو افغانستان پرېږدي، نو د دې خطر شته چې طالبان له نورو ترهګرو ډلو سره بيا راشي او خپل مرکزونه قوي کړي.



































