ولسمشر غني نن په دایکندي ولایت کې څو پروژې ګټه اخیستنې ته وسپارلې. ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشرغني په دایکنډي کې له محلي چارواکو او د ولایتي شورا له غړو سره وکتل. خبرپاڼه همدا راز زیاتوي، چې ولسمشر په دې سفر کې د برېښنا او سړک څلور لویې پروژې هم په دغه ولایت کې پرانیستې. ولسمشر ویلي دي چې د دایکنډي د مرکز نیلي ښار د بیارغونې لپاره پلان جوړېږي او د کرنې وزارت به د دایکنډي د بادامو حاصلاتو ته ځانګړې پاملرنه کوي. ولسمشر په دې وروستیو کې ګڼو ولایتونو ته سفرونه پيل کړي دي. هغه د خپلو سفرونو پر مهال ځينې لویې او وړې پروژې هم پرانیزي.