د افغان سولې په اړه مسکو غونډې ته تللی طالب پلاوی وایي، افغان حکومت نه غواړي په افغانستان کې امن راشي. د یادې ډلې پلاي په مسکو کې یوې خبرې ناستې ته په خبرو کې وویل چې افغان حکومت په وار وار د افغان سولې په اړه تر سره شویو غونډو کې شاته شوی او دا ښیي چې دوی نه غواړي افغانستان کې سوله راشي. دوی دغه راز ویلي، طالبان د افغانستان په ډېری خاوره کنټرول لري او افغان ولس له دوی سره اوږه پر اوږه ولاړ دی او څو پورې چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې وي دوی به یې پر وړاندې خپل مقاومت ته دوام ورکړي. طالب استازي دغه راز زیاته کړې، په دې وروستیو کې د دوی ډیپلوماټیکې هلې ځلې ښيي چې دوی یو خپلواک سیاسي ځواک دی او دا یې حق دی چې د افغانانو لپاره د هغوی د حق په غوښتلو کې چې لومړنی هغه یې سوله ده هڅه وکړي. طالبان دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې افغان حکومت پرون په یاده ناسته کې پر دوی غږ وکړ چې د سولې لپاره دې ځای او نیټه وټاکي.



































