د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، ویلي چې مراکش او اسرائیلو هوکړه کړې چې خپلې اړیکې عادي کړي. ټرمپ دغه پرمختیګ د یوې بلې تاریخي لاسته راوړنې په توګه ستایلی دی. دا هوکړه چې د ټرمپ په منځګړيتوب رامنځته شوې له مخې به يې د مراکش او اسراييلو ترمنځ ډيپلوماتيکې اړيکې رامنځته، سوداګري پيل او د مراکش له هوايي کرښې څخه به اسراييلي ملکي الوتکې الوتنې کوي. امريکا هم ددې تړون په مقابل کې په صحرا سيمه د مراکش حاکميت په رسميت پیژندلی دی. دا په تېرو څلورو مياشتو کې څلورم عربي هيواد دې چې اسراييل په رسميت پيژني او د رسمي او ډيپلوماتيکو اړيکو د تاسيس تړون ورسره کوي.






































