د سولې عالي شورا وایي، له وسله والو طالبانو سره به د سولې خبرو لپاره یو با صلاحیته پلاوی وټاکي. یاده شورا دا څرګندونې د مسکو تر غونډې یوه وروسته کوي. د سولې شورا یو پلاوي د تېرې جمعې په ورځ په مسکو کې له طالبانو سره لیدلي دي او په خبره یې د غونډې ګډونوالو پر طالبانو غږ کړی چې له افغان حکومت سره دې د سولې خبرو ته کېني خو طالبان وایي، حکومت صلاحیت نه لري او دوی چمتو دي له امریکا سره خبرې وکړي. سولې شورا د دې پلاوې د جوړېدو په اړه خبرې وروسته تر هغه کوي چې ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی کابل ته راشي او د افغان چارواکو سربېره د ځینې اسیایي هېوادونو له چارواکو سره پر افغان سوله خبرې اترې وکړي. خلیلزاد د خپل لومړي سفر په پای کې پر افغان حکومت او طالبانو غږ وکړ چې هر څومره ژر کېدای شي د خبرو لپاره دې با صلاحیته پلای وټاکي.



































