افغان حکومت وايي، هيله لري چې د مسکو ناسته به د حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته لاره هواره کړي او دغه راز ټينګار کوي چې طالبانو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې له دې ناستې د وسيلې يا ابزار په توګه ګټه پورته کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د هر هغه هېواد ستاینه کوي چې سولې ته د رسېدو په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي او همداراز د سولې په بهیر کې د افغانستان په رهبرۍ او مالکیت ټینګار کوي.
د بهرنيو چارو وزارت دغه څرګندونې د افغان سولې په اړه د مسکو د پرونۍ غونډې په غبرګون کې کړې دي.
د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د مسکو دا ناسته د پخوانيو هغو (مسکو فارمټ) په تعقیب ناسته نه وه چې د خپلواکو هېوادونو ترمنځ ترسره شوه او د افغانستان حکومت هم پکې ګډون درلود، بلکې په پرونۍ ناسته کې طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې.
سرچينې زياته کړې، د تاشکند ناستې او کابل بهیر د اصولو او پرېکړو پر اساس باید افغان حکومت او طالبان په مستقیم ډول له یو بل سره د سولې خبرو اترو ته کېني.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان او روسیې ترمنځ د شوي تفاهم پر اساس، د افغانستان حکومت هیله من دی چې دغه ناسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ نېغ په نېغه خبرو اترو ته لاره هواره کړي او طالبانو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې له دې ناستې د وسيلې يا ابزار په توګه ګټه پورته کړي.



































