د سولې عالي شورا وایي د طالبانو د مهمو شرطونو په اړه بحث ته تیار دي. د سولې عالي شورا او مسکو ته د تللي پلاوي غړي عطاالرحمن سلیم ویلي، له طالبانو سره په مسکو کې مخامخ خبرې کړې دي. دده په وینا له طالبانو یې غوښتي چې له افغان حکومت یا سولې عالي شورا سره د خبرو لپاره خپل پلاوی وګوماري. د سلیم په وینا د سولې عالي شورا تیارده، چې د طالبانو مهم شرطونه لکه، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل او نور تر بحث لاندې ونیسي. سلیم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په مسکو کې یې د افغان سولې په اړه ټول وړاندیزونه او د افغان حکومت د سولې پلان د غونډې ګډونکوونکو ته وړاندې کړی دی او دوی هم ملاتړ ترې کړی دی. دده په وینا طالبانو ته هم په کار ده، چې نور دې افغان جګړه نه اوږدوي او له افغان حکومت سره د خبرو لپاره دې خپل پلاوی وګوماري. هغه زیاته کړې چې د پلاوي له ګومارل کېدو سره سم به د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او نورو مسایلو بحثونه او خبرې وشي.



































