د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، د مسکو ناسته د سولې خبرو د پیل لپاره د زمینې برابرولو لوی فرصت دی او باید د سولې بهیر دا ځل له کوم خنډ سره مخ نشي. د مسکو په ناسته کې د طالبانو د پنځه کسیز پلاوي ګډون د سولې خبرو د پیل لپاره هیلې ټوکولې دي. د ولسي جرګې ځینې غړي وایي؛ هر هېواد، چې وکولی شي په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره زمینه برابره کړي، د خلکو له هرکلي سره به مخ شي. د ولسي جرګې غړو ویلي، له دولت او نړیوالې ټولنې غواړي، چې په افغانستان کې د روانو وژنو په اړه بې تفاوتۍ ته د پای ټکی کیښودل شي او په دې سختو شرایطو کې د سولې له خبرو او کنفرانسونو ملاتړ وکړي. د ولسي جرګې رییس ټینګار کوي، چې د مسکو په ناسته کې د طالبانو د ډلې د استازیو حضور وښوده، چې دا ډله د سولې خبرو ته علاقه لري. دده په خبره حکومت ته په کار ده، چې فرصت له لاسه ور نه کړي او په دوامداره توګه د سولې بحثونه وغځوي.



































