د ټرمپ په اداره کې پر دې بحث روان دی چې د راتلونکي کال ولسمشريزو ټاکنو د ځنډولو لپاره پر افغان حکومت فشار راوړي او که نه. د دغه بحث د ګډونوالو په وينا، څو دوی له طالبانو سره د خبرو له لارې په افغانستان کې اوولس کلنه جګړه پای ته ورسوي.
دغه کسان وايي چې پر دې سربېره امريکا پر څو نورو انتخابونو هم غور کوي. دا د جګړې د ختمولو لپاره د يوې سياسي حللارې د موندلو په برخه کې د ټرمپ د ادارې عجله ښيي. دا اوږده جګړه د امريکا دريو ولسمشرانو ته يو سرخوږی و.
دغه کسان وايي چې د راتلونکي کال د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډولو طرحه د سولې خبرو لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خليلزاد» وړاندې کړې ده. که دا کار وشي، نو دا به په افغانستان کې له هغې ډيموکراسۍ سره په ښکاره ټکر وي چې امريکا يې له اوږدې مودې راهيسې ډنډورې غږوي. تر اوسه په دې اړه د زلمي خلیلزاد دفتر څه نه دي ويلي.
خو يو مهم لوبغاړی «افغان ولسمشر اشرف غني» ښايي د دې طرحې مخالفت وکړي. دی غواړي چې د پنځو نورو کلونو لپاره ولسمشر شي. د ولسمشر وياند هارون چخانسوري وويل: «ډيموکراتيکه پروسه بايد تداوم وکړي. د افغانانو له ارادې او خوښې پرته چې په اساسي قانون کې صراحت لري، پرته بله هره طرحه د منلو وړ نه ده.»
ولسمشر غني تېره اونۍ د وروستيو پارلماني ټاکنو په هکله د خبرو پر مهال پر دې ټينګار وکړ چې ولسمشريزې ټاکنې به له مهالوېش سره سمې د راتلونکې اپرېل په شلمه ترسره شي. ده وويل: «خلک به د ازادو، شفافو او سرتاسري ټاکنو له لارې خپله راتلونکې رهبري وټاکي».
که پر افغان حکومت د ټاکنو د ځنډولو لپاره فشار راوړل شي، نو شونې ده چې د کابل او واشنګټن ترمنځ په اړيکو کې درز پيدا کړي؛ ځکه دا چې افغان حکومت د امريکا مالي او پوځي مرستو ته اړ دی، نو د ټرمپ اداره پرې د فشار ډېره مهمه وسيله لري، خو وروستۍ پرېکړه به افغان مشران کوي، دوی به بيا انګېري چې امريکا يې تر خوږ ګوتې نيسي.
له طالبانو سره ګونګې خبرې د ټاکنو د ځنډولو دليل کېدای شي. ځينې امريکايي چارواکي وېره لري چې سياسي ګډوډۍ او نا ارامۍ چې په افغانستان کې تر هر ځل ټاکنو وروسته را پورته کېږي، د سولې خبرې چې ښاغلی خليلزاد يې د پيلولو هڅې کوي، ټکنۍ يا هم خرابې کړي.
افغان حکومت ترڅو کلن ځنډ وروسته د ولسي جرګې ټاکنې تر سره کړې. په کابل کې د والسټريټ ژورنال د دفتر مشر دا توضېح کوي چې ولې په جګړه ځپلي افغانستان کې د امريکا په ملاتړ د سولې د خبرو لپاره دا وخت مهم دی.
امريکايي چارواکي وايي؛ په کابل کې سياسي پروسې ته د طالبانو د ژر راوستلو پر نورو لارو هم غور کوي، خو د دغې پروسې پر مخ بيولو لپاره لا هم دوی ته پکار ده چې د سيالو ډلو ترمنځ ګډ تفاهم ته زمينه برابره کړي. د طالبانو وياند او په قطر کې د دوی سياسي استازي په دې تړاو خبرو ته حاضر نه شول.
ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امريکا د رول په هکله داسې مهال پوښتنې را پورته کړې دي چې تېر کال يې په ډېر اب و تاب د افغانستان لپاره خپله سټراټېژي اعلان کړه او په افغانستان کې يې د امريکا د سرتېرو شمېر ۱۵۰۰۰ تنو ته لوړ کړ. د دغو بحثونو ګډونوالو والسټريټ ژورنال ته ويلي دي؛ خليلزاد خپلو همکارانو ته ويلي دي چې ولسمشر ټرمپ ته د يوه ښکاره پرمختګ وړاندې کول ښايي له شپږو مياشتو تر يوه کال پورې وخت ونيسي.
پخوانۍ امريکايي ډيپلوماته «رابين رافېل» چې کلونه کلونه یې په سويلي اسيا کې کار کړی دی، وايي: «خليلزاد د عجلې سړی دی».
خليلزاد تېره يکشنبه له افغان چارواکو او سياستوالو سره د ټاکنو د ځنډولو خبره مطرح کړه؛ خو دغه طرحه يې له ساړه هرکلي سره مخ شوه.
ډېری افغان چارواکو د ټاکنو له ځنډولو سره مخالفت کړی دی، خو خپله د ولسمشر غني په حکومت کې ځينې کسان د دغه پلان ننګه کوي. يو جګپوړي افغان چارواکي وال سټريټ ژورنال ته ويلي دي چې که د سولې د توافق امکان وي، نو دی د ټاکنو له ځنډولو سره مخالفت نه کوي.
دغه چارواکی وايي: «سولې ته د رسېدو لپاره بايد انعطاف وکړي. ټاکنې (ولسمشريزې) تر سولې ډېرې مهمې نه دي».
د لوېديځ يو ډيپلومات وايي؛ بله بديله لاره چې بحث پرې شوی دا ده چې ټاکنې به پر خپل وخت وشي، خو نوی حکومت به تر هغې پورې وي چې طالبان او ښکېلې ډلې د يوه ائتلافي حکومت پر جوړولو سلا شي.
بله لاره دا ده چې لويه جرګه را وبلل شي، دغه لويه جرګه به نوی موقت حکومت وټاکي، په ورته وخت کې به ښکېلې خواوې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر پلان کار کوي. د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول ډېری افغان واکمنان د لويې جرګې له لارې ټاکل شوي دي.
وروسته تر هغې چې د روان کال په لومړيو کې د طالبانو د پرمختګونو په پڅولو کې د امريکا پوځي هڅې پاتې راغلې، د ټرمپ ادارې له طالبانو سره مخامخ خبرې اترې پيل کړې. د افغانستان لپاره د ټرمپ د سټراټېژۍ يو کال کېږي، خو مثبتې پايلې يې بېخي کمې دي.
له ۲۰۱۵ ز کال راهيسې «د افغانستان د بيارغونې د څار ځانګړې اداره» (سيګار) په افغانستان کې پر ولسواليو د دولت د کنټرول په هکله معلومات ارزوي، اوس تر بل هر وخت دولت پر ډېرو ولسواليو کنټرول نه لري. د غني حکومت د خپلو لګښتونو ډېره برخه له امريکا او نورو مرسته کوونکو هېوادونو تر لاسه کوي. د دغو مرستو ميلياردونه ډالر هر کال د افغان امنيتي ځواکونو پر روزنې او تجهيز لګېږي.
د تېرې مياشتې پارلماني ټاکنو پر مهال طالبانو د رايو پر مرکزونو بريدونه وکړل، ځينې مرکزونه په ځنډ سره پرانيستل شول او د ټاکنو په پروسه کې ګڼې نورې ستونزې وې. دې خپله د ټاکنو د پروسې د مشروعيت او په را روان پسرلي کې د ولسمشريزو ټاکنو د سم ترسره کولو لپاره د ولسمشر غني د وړتيا په هکله پوښتنې را ولاړې کړې دي. په تېره بيا چې په پسرلي کې معمولاً په افغانستان کې جګړه زور اخلي.
دې له امريکا او افغان چارواکو سره دا اندېښې پيدا کړې دي چې ولسمشر ټرمپ به چې دويمې دورې د ولمسشرۍ ټاکنيزو سياليو ته چمتووالی نيسي، د سويلي اسيا لپاره خپله سټراټېژي پرېږدي.
په کابل کې د افغانستان د سياسي چارو يو شنونکی وايي: «فکر نه کوم چې ټرمپ دې بيا ځلي داسې مهال ځان نوماند کړي چې په افغانستان کې د اوباما تر وروستيو وختونو ډېر امريکايي ځواکونه پراته وي، خو پر دې نه پوهېږي چې موږ دغلته څه کوو.»
همدې عجلې درلودو د خليلزاد له حيرانوونکو هڅو سره مرسته کړې ده. خليلزاد په افغانستان او عراق کې د امريکا سفير و او دا نوې دنده يې په سپټمبر کې پيل کړه.
ويل کېږي چې خليلزاد به راتلونکې اونۍ په دوحه کې له طالب مشرانو سره وګوري. دا خبره هغو کسانو وال سټريټ ژورنال ته کړې چې د خليلزاد د سفرونو په تړاو ورسره خبرې شوې دي. دغه کسان همدارنګه وايي چې خليلزاد به په دوبۍ کې هم له طالبانو سره وګوري.
تازه ځينې هغه پخواني جګپوړي طالب چارواکي چې په ګواتنامو کې يې زندان تېر کړی دی، هم د طالبانو د قطر دفتر غړي شوي دي. له دې سره د دغه دفتر وزن يو څه زيات شوی دی. غربي چارواکي وايي چې د دغو کسانو خبره په افغانستان او پاکستان کې پر طالب مشرانو اغېز لري.
دغه کسان پنځه تنه دي او په ۲۰۱۵ ز کال کې له ګوانتنامو د امريکايي سرتېري «بورېس برېګډال» د پرېښودلو په بدل کې خوشي شول. ياد امريکايي سرتېری طالبانو نيولی و. په دوی کې د طالبانو د واکمنۍ لوی درستيز «محمد فاضل» هم دی. په ده کې دا وړتيا شته چې د طالبانو پوځي برخه د سولې خبرو ته کېنوي.
په راتلونکي کې په افغانستان کې د امريکا د پوځي حضور څرنګوالی او د اشرف غني له حکومت سره له خبرو د طالبانو انکار، د سولې د خبرو اترو پر وړاندې خنډونه دي. اشرف غني ويلي دي چې له طالبانو سره پرته له شرطونو خبرو ته کېني، خو طالبانو تل دا وړانديز رد کړی او د ده حکومت يې د امريکايانو لاسپوڅی بللی دی.
يوه امريکايي چارواکي چې له دې جرياناتو خبر دی، وال سټرټيټ ژورنال ته ويلي دي: «خليلزاد ځکه د ټاکنو د ځنډولو طرحه وړاندې کړې چې له طالبانو د سولې د اساسي خبرو انګېزه پيدا کړي او ښايي دا د سولې د خبرو يوه برخه وي.»
د ټاکنو له ځنډولو سره په تړاو پر يو بل انتخاب هم بحثونه شوي دي. دغه انتخاب په ۲۰۰۱ ز کال کې د بن کنفرانس غونډې يو کنفرانس رابلل دي. په بن کنفرانس کې تر طالبانو وروسته په کابل کې د حکومت پر جوړښت بحث او موافقه وشوه. خو دا ځل به د کنفرانس په مېزونو کې طالب استازي هم حاضر وي. د بن په کنفرانس کې هم خليلزاد مهم رول درلود.
که له يوې خوا خليلزاد د ټاکنو پر ځنډولو لګيا دی، نو بل لوري امريکايي چارواکي له اشرف غني سره د راتلونکي کال ولسمشريزو ټاکنو ته پر چمتووالي بوخت دي.
په افغانستان کې د امريکا يو جګپوړی چارواکی وايي: «زموږ ټول تمرکز پر ولسمشريزو ټاکنو دی، موږ دغو ټاکنو ته ځانونه چمتو کوو».