زلمي خلیلزاد له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې د افغانستان په چارو کې فعاله او مهمه ونډه لرلې. په ځانګړې توګه، په بن کنفرانس کې يې ونډه او د نوې اداره رامنځته کول د نوموړي له مهمو لاسته راوړنو ګڼل کېږي؛ خو په بن کنفرانس کې چې کوم شی له پامه غورځېدلی و او ډېره توجو ورته وه نه شوه او اوس يې ځینې کړۍ حتی خپله امریکایان هم یاده وي، هغه د طالبانو حضور او په سیاسي جوړښت کې نه ونډه وه. هغه وخت نړۍ په ځانګړې توګه امریکانو پتېیلې وه چې د القاعدې ملګري طالبان باید د افغانستان له سیاسي بهیره و ایستل شي. خو د تېرو ۱۷کلونو مقاومت او د نړۍ له لوی زبرځواک سره مقابله او د افغانستان پر نيمايې تر ډېره خاوره واکمني اوس نړۍ او امریکایان دې حقیقت ته مجبوره کړي چې له طالبانو سره د یوې بلې لارې تعامل او معامله وکړي، نو ظاهراً يې د دې هڅو د انسجام لپاره خلیلزاد مامور کړ . که څه هم په سیمه کې د امریکا ګټې دا ایجابوي چې د افغانستان روان وضعیت دې څو کلونه نور هم اوږد شي، خو د خلیلزاد نوې هڅې په ځانګړې توګه له طالب استازو سره مخامخ لیدنې، د دې پروسې هغه ګونګ او پټ اړخ دی چې اټکل يې حد اقل د افغان کار پوهانو له وسه وتلې خبره ده.
خلیلزاد دا ځل لومړی افغانستان ته سفر کړی، څو د سیاسي مشرانو او جهادي رهبرانو لیدلوری او ملاتړ د سولې په روانو خبرو کې ترلاسه او بیا نورو هېوادنو په ځانګړې توګه قطر ته له طالب استازو سره د خبرو لپاره لاړ شي. که څه هم د دې غونډو اصلي موضوع او جزیات له رسنیو سره نه دي شریک شوي، خو داسې ګنګوسې هم دي چې خلیلزاد کوښښ کوي، څو افغان سیاسیون په دې قانع کړي چې له طالبانو سره د موقت حکومت پرسره هوکړه وکړي. کېدای شي د دې چارې لپاره راتلوونکې ولسمشریزې ټاکنې هم و ځنډېږي، خو افغان حکومت اعلان کړی چې د ولسمشرۍ ټاکنې به پرخپل وخت تر سره کېږي.
د مسکو ناسته د امریکا لپاره د خطر لوی زنګ و. هغه په دې مانا نه چې طالب استازي مخامخ په نړیواله کچه را څرګندېږي او له خپله دریځه دفاع کوي؛ بلکې په دې مانا چې روسیه د امریکا ګټې په سیمه په ځانګړې توګه په افغانستان کې له ستونزو سره مخ کولی شي. امریکا وېره لري چې هسې نه افغانستان هم لکه عراق چې له صدام حسین نه دوی و نیو، خو ایران يې ګټه خوري او افغانستان هم داسې نه چې روسیه يې په ناچیز لګښت خپل کړي. د مسکو تر ناستې وروسته به دا ځل امریکایان خپله ټوله ډيپلوماسي په کار واچوي، څو طالبان حد اقل خپلو شرطونو منلو ته تیارکړي او په ترڅ کې يې د طالبانو ډېرې غوښتنې هم و مني . امریکا د سیګار د راپور تر خپرېدا وروسته مطمینه شوې چې په سیمه کې د دوی ګټې یوازې هغه ډله او حکومت خوندي کولای شي چې یو لاس، متحد، قوي او ټول افغانستان يې تر واک لاندې وي او د دې لپاره که دوی هرڅومره تاوان هم کوي، شاید وې مني؛ ځکه امریکا سیمه کې یوازې د القاعدې ځپلو لپاره نه ده، دلته د راتلوونکو سلو کلونو ګټې او کیسې دي. د امریکا سیاسي او ستراتیژیک دوکتورین دومره ساده نه دي چې یوازې په یوه کس پسې دومره قربانۍ ورکړي او هغه هم بیا په بل هېواد کې پیدا شي. افغانستان یې په اسامه پسې سوری سوری کړ، خو چې کله پاکستان کې پيدا شو، هغه ته يې سوړ هم و نه واهه. دوی دلته راغلي چې د دې سيمې په ځانګړې توګه د دې هېواد د طبیعي منابعو څخه برخوداره او د سیمې هېوادونه تر نظامي فشار لاندې ولري. دوی ته ډيموکراسي، د ښځوحقوق او … یوه کیسه ده چې پر سټېج او کتابونو کې يې ښه بیانوي. په حقیقت کې ورته دا مسایل د خپلو لویو ګټو پر وړاندې ډېرې وړې او ناچیزه کیسې دي.
خو د دې خطرناکې لوبې بل اړخ ته د طالبانو سرسخته رقیبان، شمالي ټلواله او د ۱۷ کلونو نوی را زیږېدلی فکر او چاپېریال هم دی. فکر نه کېږي چې خلیلزاد او امریکایان دې په دې و توانېږي چې د یو څو محدودو مشرانو او رهبرانو سره تر خبرو وروسته چې هر څه د دوی ګټې ایجابوي، پر خلکو تحمیل کړي. د افغانستان مسئله اوس هغه حد او برید ته رسېدلې چې سمون او رغون به يې کلونه وخت وغواړي او فکر کوم د هغو راتلوونکو کلونو پیل همدا اوس دی؛ ځکه ټوله نړۍ او دلته ښکېلې خواوې دې پایلې ته رسېدلي چې نور نو په افغانستان کې د زور او جنګ له لارې خپلو اهدافو ته نه شي رسېدای. همدا راز کاش زموږ مشران په خپل ټول قوت د افغان سولې او ثبات لپاره پرته له کومې موخې مټې را ونغاړي، خپلې شخصي ګټې، خپل سیمه ییز او نړیوال متحدین او ملګري د افغان ګټو لپاره هېر کړي.