ارګ په تازه اعلامیو کې له یوشمېر مطرحو سیاسي څېرو سره د ولسمشر غني د ځانګړو ملاقاتونو خبر په داسې حال خپور کړی چې د سولې هڅې په لوړه کچه چټکې شوې او ورسره دا هڅې ورځ تر بلې مرموزې کېږي.
د سولې د وروستیو هڅو مرموزیت تر ډېره هغو راپورونو زیات کړی چې له دې هڅو څخه د افغان حکومت د منزوي کېدو په تړاو خپرېږي.
په تازه راپورونو کې ویل شوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له وسله والو طالبانو سره د خپلو مذاکرو او موافقو جزیات له ټول افغان حکومت، حتی ولسمشر غني څخه پټ ساتلي.
د امریکایي رسنیو په حواله ولسمشر غني په دغه وضعیت خواشینی شوی او له امریکا سره یې اړیکې ترینګلې شوې دي، خو حکومت ته نږدې سرچینو دا راپورونه کاملاً رد کړي دي.
د موقت حکومت اوازې
په وروستیو کې دا اوازه ډېره توده شوې چې ګوندې امریکا، سیمه ییز هېوادونه، طالبان او یوه برخه سیاسي ډلې د ګډ موقت حکومت پر جوړولو سلا شوي.
داسې ګومان هم کېږي چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ځنډېدو ته د امریکا د لېوالتیا اوازه هم تر ډېره له همداسې یوې پټې ترسره شوې/ ترسره کېدونکې هوکړې سرچینه اخلي.
ظاهري دریځونه
د مخکیني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یوشمېر سیاسي ډلې، په خاص ډول وسله وال طالبان وخت په وخت د روغې جوړې د زمینه سازۍ یوه غوره لاره د موقت حکومت جوړول بولي. افغان حکومت په رسمي توګه دا ډول اوازې رد کړې او هغه یې بې بنسټه بللې دي.
د ولسمشر ملاقاتونه
ولسمشر غني د سولې د روانو هڅو په لړ کې له خپلو یوشمېر سیاسي نارضایانو سره لیدنې او مشورتي ناستې پیل کړې. د دغو لیدنو مشخص جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو د ارګ په خبرپاڼو کې ویل شوي چې ولسمشر له دې لورو سره د سولې د پروسې په اړه سلامشورې کړې. داسې هم ویل کېږي چې ښايي ولسمشر د یوشمېر ناراضو سیاستوالو د پخلا کولو هڅه کوي.
هغه سیاسي څېرې چې په دې ورځو کې یې ولسمشر ځانګړو ملاقاتونو ته دعوتوي، اکثره هغه کسان دي چې ډېرځله یې له هغوی سره نه لیدل او په اصطلاح منزوي کول یې یو لوی هدف او لاسته راوړنه ګڼل کېده.
د سولې په نوم وروستۍ مشورې بیا د تېرو تجربو تکرار ښکاري، خو غوره دا ده چې نور زموږ حکومت هوښیار شوی وي او له تېرو تجربو د عبرت درس واخلي.
زموږ پر سیاسي قشر به ممکن تر حکومت لا زیاتې ملاحظې وي، خو د افغانستان ورځ تر بلې نازکېدونکي حالت د سولې ترڅنګ د بحراني وضعې د نورو خواوو د مهار لپاره ملي – سیاسي اجماع په یوه مهم ضرورت بدله کړې ده.
له ملت نه څه پټوي؟
ملت د سولې په اړه د مسکو ناستې، امریکا- طالب مذاکراتو او همدا شان د سولې په اړه د مشورو په نوم د سولې شورا د استازو په نه موجودیت کې له خپلو سیاسي مخالفینو سره د ولسمشر غني تر لیدنو هرڅه ته په مرموزه سترګه ګوري.
لکه څنګه چې سوله د ملت حق او لومړیتوب دی، همداسې د دې ملي اړتیا د پوره کېدو لپاره له ټولو هڅو او د پردې ترشا پر موخو او هوکړو باید ملت خبر او له اندېښنو خلاص شي.
حکومت ته لازمه ده چې د سولې له اړوند ټولو قضایاوو څخه ملت خبر او د سولې بهیر په واقعي مانا ملي، شفاف او د ملت له ارادې او ضرورتونو سره عیار کړي.
که داسې ونه شي او پر دې تمرکز وي چې د سولې په نوم نړیوال او سیمه ییز قوتونه له یوشمېر سیاسي ډلو، حکومت او طالبانو سره د یو بل د ګټو پر خوندیتوب او واک وېشلو سلا شي، معلومه ده چې داسې هڅې د واقعي سولې زمینه سازي نه شي کولای.