له ساینسي څېړنو معلومه شوې چې روژه نیول د انسان د روغتیا لپاره ډېر ګټور تمامېږي. د ساینس له مخې، د روژې په حالت کې انسان تقریباً شل ساعته له هر ډول خوراک او څښاک لرې وي، چې همدغه لرې والی یې په بدن کې مثبت بدلونونه رامنځته کوي. په ساینسي اعتبار، په ورځ کې تقریباً شپاړس ساعته وږي او تږي پاتې کېدو ته (انټرمیټنټ فاسټنګ) ویل کېږي، چې د وزن کمولو لپاره ګټور دي او په همدې ډول د روژې میاشت د وزن کمولو یوه آسانه لار هم ده او ډېر خلک په دې میاشت کې د وزن په کمولو بریالي شوي هم دي. د روژې پر مهال د انسان بدن په لږه اندازه ګلوکوز جوړوي، نو ځکه خو ډاکتران د شکر ناروغانو ته د روژې نیولو ټینګار کوي. له یوې څېړنې ثابته شوې چې کله په یو ټاکلي وخت روژه ماتی وشي، نو په بدن کې سره کرویات پیدا کېږي، چې بیا د اینیمیا د ناروغۍ تر څنګ له سرطان سره هم مقابله کوي، ځکه چې د پخوانیو حجرو پر ځای نوې حجرې رامنځته کېږي.