وېره داسې یو احساس او حیرانتیا ده چې زموږ په ذهن کې پرته ده او ستونزه هله پیدا کېږي چې دا احساس او حیرانتیا زموږ پر ژوند نا معلوم اغېز وکړي. وېره داسې یو احساس دی چې هر انسان یې پېژني. موږ یې د یو ناخوښ احساس په نوم یادوو او له هغه نه ځان ژغورو؛ ځکه دا احساس داسې وخت څرګندېږي چې یو انسان له بهرني او نني ګواښ سره مخ شي. دغه احساس په مختلفو جسمي او رواني بڼو څرګندېږي. لکه: د زړه ټکان، د ساه بندښت، د بدن سره کېدل او د خولو ډېرښت. وېره د یو ګواښ پر وړاندې یو غبرګون دی. پر دې سربېره وېره او اضطراب دوې بېلې کلمې دي چې وېره په تېښتې پورې اړه لري، خو اضطراب (وارخطا کېدل) داسې ګواښونه دي چې مخنیوی یې ناشونی ښکاري.
وېره له څړیکې (درد) سره اړیکې لري. د بېلګې په ډول، یو څوک له لوړ ځای نه وېرېږي. وایي، که له دې ځای نه لاندې ولوېږم، کېدای شي ژوبل شم او دا هم شونې ده چې زما د مرګ سبب شي. جان بردوس اکمن وايي: «وېره (ډار) بنسټیز او فطري احساس دی». موږ د ځینو کارونو له سرته رسولو وېرېږو، ځکه وېرېږو چې له ماتې سره مخ نه شو.