د افغانستان اوسنی تاریخ ښيي چې د سولې موضوع خورا کړکېچنه او له ستونزو ډکه ده. خپلمنځي ستونزې او د بهرنیانو لاسوهنې په دغه هېواد کې د جګړې اصلي لاملونه بللی شو. دا جګړه ډېر اړخونه لري او پکې د ښکېلو غاړو موخې او لیدلوري هم سره توپير لري، نو پوښتنه دا ده چې دا غاړې به د سولې لپاره څرنګه پر یوه مېز راټولې شي.
تر هر څه وړاندې باید د سولې لپاره اوسنی چاپېریال وارزول شي.
معمولاً په جنګ ځپلو هېوادونو کې بهرني قدرتونه د سولې په بهیر کې ښکېل او ان برلاسي وي. دوی ځینې وخت غواړي په جګړه کې ښکېلې غاړې په خپلو کې واک سره شریک کړي او سولې ته غاړه کېږدي. ظاهراً ټولو ښکېلو اړخونو ته واک ورکول کېږي او په نوي حکومت کې د ټولو مخالفو ګوندونو برخه په پام کې نیول کېږي.
د داسې تګلارو د پلي کولو لپاره سالم چاپېریال پکار دی، داسې چاپېریال چې مخالفې ښکېلې غاړې پکې د یوې اوږدمهالې سولې په اړه د خبرو په لړ کې خپلمنځي ستونزې هوارې کړي. په دغه بهیر یا میکانېزم کې اکثراً د منځګړي هېواد یا کس رول حساس او مهم وي.
که له یوې خوا دغو منځګړو ښکېلو غاړو ته د ناستو او مجالسو زمینه برابروي، په ورته وخت کې د خپلو موخو او خوښیو پر بنسټ په دغه بهیر کې لاسوهنې هم کوي.
بهرنی منځګړی پر یوې غاړې زور اچوي چې پرېکړې ومني او د بلې غاړې په لیکو کې هغه کسان واک ته رسوي چې په راتلونکي کې د دوی ګټې خوندي کړي.
ځینې وخت داسې هم کېږي چې د سولې په بهیر کې درېیمګړی په ډېره چټکۍ د سولې په اړه یوه هوکړه یا تړون پر ټولو اړخونو وتپي. په دې چاره کې هر ډول بیړه یا ناغېړي ډېر کله نوي کړکېچونه پیدا کوي. د افغانستان په اوسنۍ جګړه کې ښکېلې غاړې هم په خپل وار خپلې موخې په دغه هېواد کې لټوي او د ترلاسه کولو لپاره یې له هېڅ چارې درېغ نه کوي.
په افغانستان کې د سولې خبرې او په دې برخه کې د نړیوالو هلې ځلې تر بل هر وخت په چټکۍ روانې دي.
په دغه لړ کې په مسکو او متحده عربي اماراتو کې ناستې او لیدنې کتنې شوې چې وسله والو طالبانو هم پکې ګډون وکړ، خو ایا دا نوې هلې ځلې د سولې لپاره کافي دي او که سوله کېږي هم، نو په کومه بیه به کېږي؟
له روان وضعیته داسې ښکاري چې په دې وروستیو هڅو کې هم د نړیوالو زبرځواکونو خپلې موخې او ګټې تر هر څه مهمې دي.
افغانستان کې د بهرنیانو ګټې او موخې:
لومړی هغه هېوادونه دي چې نېغ په نېغه د افغانستان په جګړه کې ښکېل دي، لکه پاکستان او ایران. دغه هېوادونه له افغانستان سره د جغرافیې، پولو او د اوبو پر سر تاریخي لانجې لري، نو ایا دوی به له یو با ثباته او پیاوړي افغانستانه په وېره کې نه وي؟
دویم د امریکا او روسیې په څېر ستر قدرتونه دي. دوی په افغانستان کې داسې یو نظام غواړي چې ورته د منلو وړ وي او د دوی تر اغېز لاندې وي. دوی هم ښایي د یوه ټیکاومن او خپلواک افغانستان له غمه دومره نه وي مړه.
د افغانستان د سولې لپاره د دغو ښکېلو هېوادونو خپلمنځي اړیکې هم یو مهم فکټور دی. بې له شکه چې پورته یاد شوي هېوادونه جلا موخې لري، اندونه او تګلارې یې بېلې دي او همدا راز د ستونزو څېړنه او ارزونه یې توپیر لري.
دغه وضعیت ته په کتو سره په لنډو سره ویلی شو چې په افغانستان کې د سولې لپاره مناسب چاپېریال تراوسه سم نه دی برابر شوی.
د سولې خبرې که په مسکو او یا هم په اماراتو کې کېږي، تر ډېره پکې د بهرنیانو ګټې لومړیتوب لري او تبلیغاتي بڼه هم لري.
د افغان حکومت تګلاره څه ده؟
افغان ولسمشر د سولې مشورتي بورډ جوړولو لپاره له مختلفو پاړکو سره خبرې کوي. افغان حکومت تر دې دمه وتوانېد چې له حزب اسلامي ګوند سره د سولې تړون لاسلیک کړي، خو حزب اسلامي په روانه جګړه کې د کیفیت او مشروعیت له مخې کوم ځانګړی ځای نه درلود او خپله قضیه یې بایللې وه.
افغان حکومت غوښتل له دې لارې خپلې لاسته راوړنې ښکاره کړي او یا یې هم غوښتل طالبان وهڅوي چې سولې ته غاړه کېږدي، خو طالبان له حزب اسلامي سره په دې توپیر لري چې د افغانستان پر ګڼو ولسوالیو عملاً کنټرول لري، پر حکومتي ځواکونو دوامدار او خونړي بریدونه کوي، څو ځله یې د ځینو ولایتونو مرکزونه د لنډې مودې لپاره نیولي او اوس د مسکو د کنفرانس په پلمه یو نړیوال دریځ هم ورته برابر شوی.
دوی تر دې دمه وسله وال مخالفان بلل کېدل، خو اوس ورو ورو د یوه سیاسي مخالف ګوند بڼه هم خپلوي او دا زمینه ورته همدې ناستو او کنفرانسونو برابره کړې ده.
په دې ټولو ناستو کې د افغان حکومت ونډه پيکه او دریځ یې ګونګ و.
که طالبان او افغان حکومت خبرو ته سره کېني هم، نو غوښتنې او لومړیتوبونه یې سره توپیر لري. یوه غاړه د ولسواکۍ شعار ورکوي او بله پر ټینګ اسلامي نظام باور لري، یوه غاړه د نړیوالو شتون اړین بولي او مننه یې کوي، خو بله غاړه یې له افغانستانه بشپړ وتل غواړي. دې داسې غاړو ترمنځ که سوله کېږي هم، نو څومره دوام به وکړي؟
په افغان حکومت کې د ننه هم ځینې کړۍ له دې کبله سولې ته زړه نه ښه کوي چې خپلې ګټې په خطر کې ویني. لنډه دا چې د افغان سولې پر وړاندې خنډونه ښایي ډېر وي، خو زما په اند د بهرنیو هېوادونو لاسوهنې او د دوی خپلمنځي اړیکې تر ټولو حساسه موضوع او د سولې په لار کې لوی خنډ دی. که دغه هېوادونه د خپلو ګټو ترڅنګ د افغانستان دایمي ثبات او سوله هم مهم وبولي، نو بیا ښایي روان کړکېچ پای ته ورسېږي.
امریکا ښایي په پوځي ډګر کې په افغانستان کې ډېره بریالۍ نه وي، خو اوس هم په سیمه کې دومره سیاسي، پوځي او اقتصادي نفوذ لري چې رښتینې سولې ته کړکۍ پرانیزي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه ټاکل شوې موده کې افغانستان ته د سولې راوستلو دنده پر غاړه اخیستې ده.
نوموړي وار له مخه له افغان حکومت او وسله والو طالبانو سره مخامخ خبرې پيل کړې دي. د ده د هڅو پایله به هم په نږدې راتلونکي کې مالومه شي.