له ناکامۍ وېره د یو بالغ انسان په ژوند کې تر ټولو لوی خنډ دی. کله چې دغه حالت وروستي برید ته رسېږي، نو موږ په دې هڅه کې کېږو چې خطا رانه ونه شي او موږ خپل مصونیت ته پر هر نور څه لومړیتوب ورکوو. د وېرې تجربه «زه نه شم کولی، زه نه شم کولی» الفاظو کې ده. موږ دا وېره د خپل بدن په مخکینۍ برخه کې احساسوو چې د خېټې د پاسنۍ برخې د اعصابو له جال (solar plexus) څخه پیل کېږي او د زړه د چټک درزېدو، تېزې ساه اخیستنې او د ستوني له بندېدو سره پورته خوځېږي. دا وېره په مثانه کې هم احساسېږي او اړ کېږو چې هرومرو تشناب ته لاړ شو.
د ردېدو (rejection) وېره مو هم په شا تمبوي!
دویمه لویه وېره چې د یو چا پر کړو وړو باندې منفي اغېز کوي او د شخصیت د څرګندېدو مخه يې نیسي، هغه د ردېدو وېره ده. دغه وېره موږ هغه مهال زده کوو، کله چې مور او پلار له موږ سره خپله مینه زموږ پر برخوردونو باندې مشروطه کړي. که موږ هغه څه وکړو چې د دوی د خوښۍ لامل ګرځي، نو دوی موږ ته مینه راکوي. که موږ داسې یو څه وکړو چې د دوی نه وي خوښ، دوی خپله مینه او زموږ له کړنو سره خپله موافقه بېرته اخلي، کوم چې موږ د رد په توګه تعریفوو.