د ماشومان هیله من روزل رښتیا هم سخت کار دی؟ که مو ماشومان ښه تربیه کړی، ښه راتلونکی به ولري او له بېلابېلو پېښو سره به ښه برخورد وکړي.
د ماشومانو د ښه تربیه کولو لپاره بېلابېلې لارې چارې شته. د اوږد وخت لپاره ستاسې د مثبت او ښه اغېز چې د ماشومانو پر جسمي او روحي پياوړتیا کې رغنده رول لري، ډېرې بېلګې شته. هغه کسان چې راتلونکي ته هیله من دي، ډېری یې د خپلو شاوخوا کسانو په پرتله سل کاله اوږد ژوند کوي. څنګه کولای شو داسې ماشومان وروزو چې سل کاله ژوند وکړي؟ په دې مقاله کې همدا لارې چارې درښیو.
۱– شکایت او ګیلې مه کوئ!
هغې مور ته وګورئ چې خپله پلی تګ کوي او دوه څلور کلن او شپږ کلن ماشومان د زده کړې مرکز ته بیايي. هغه تل ناکراره وي او د تلو په وخت ګیلې او شکایتونه کوي.
د بېلګې په ډول، وايي: څه بېکاره ترافیک دي، امکان نه لري چې په خپل وخت ورسېږم او یا هم دېته ورته نورې منفي جملې وايي چې دا مور د زامنو لپاره تر ټولو بده انګېزه ده.
ماشومان د خپلو والدینو له حرکاتو او روشونو انګېزه اخلي. که تاسې د مور یا پلار په توګه تل له مالي وضعیت او یا هم کار څخه شکایت او ګیلې کوی، لرې نه ده چې همدا کړنه او عادت به پّه راتلونکي کې ستاسې ماشومان هم ولري.
د دې پر ځای چې تل له خپل بد وضعیت څخه شکایت او ګیلې وکړی، پر مثبتو هغو مو فکر او د هغه په اړه خبرې وکړئ. هڅه وکړئ چې ځان ته په ښه نظر وګورئ او هیله من ژوند وکړئ، څو مو پر ماشومانو ښه اغېز ولري. د بېلګې په ډول، په ډېری بحثونو کې مو د خپلو بریاوو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړئ او یا مو د کوم ملګري او دوست په اړه چې له څه وخت وروسته یې په دفتر او یا کوم بل ځای کې ښه پرمختګ کړی، خبرې وکړئ.
د دې ترڅنګ مو په کور کې د هغه څه په اړه خبرې وکړئ چې هلیه من او خوشاله کوونکي وي. د بېلګې په ډول، ګل رسمونه هغه لوبه ده چې د ماښام پر مهال یې کول د کورنۍ ټول غړي مصروف او په دې لوبه کې برخې اخیستو ته هڅوي. د دې لوبې پر مهال د کورنۍ هر غړی هڅه کوي چې ښه ګل رسم کړي، له لوبې وروسته او ان د شپې په خوب کې هم په دې اړه فکر کوي. هر یو دا هڅه کوي چې ښه ګل رسم او تر نورو مخکې شي چې دا د یوې ښې کورنۍ د راتلونکي لپاره یوه ښه لاره ده.
۲- ماشومانو ته مو مسوولیت وسپارئ!
ماشومانو ته مو باید مسوولیت وسپارئ او له هغه یې د ترسره کولو تمه وکړئ. کله مو چې ماشومان ډېر کوچني وي، حتی دومره کوچني چې د ښوونځي سن ته هم نه وي رسېدلي، دا وخت هم دوی ته د دوی له وړتیاوو سره برابر مسوولیتونه وسپارئ. دا کار د دې لامل کېږي چې په ماشومانو کې مو د کار کولو حس پياوړی او د هغه د ترسره کولو لپاره ځان مسوول وګڼي.
د بېلګې په ډول، مخکې له دې چې ماشومان مو د خوب کولو له کوټې راووځي، هغوی ته د خپلې کوټې د پاکولو، د بستر او خوب جامو د ټولولو، د وېښتانو د ږمنځولو او نورو کارونو سپارښتنه وکړئ.
کولای شی دا اسانه او ساده کړنې هغوی ته د کاغذ پرمخ هم ولیکئ او هغه په داسې ځایونو کې ځوړندې کړئ چېرته چې دوی ډېر سروکار لري، څو په دې سره هغوی ته د مسوولیت اخیستو جدي احساس ورکړی. له کمې مودې وروسته به ووينی چې ستاسې ماشومان به خپل کارونه په ښه ډول سرته رسوي. هر څومره چې ماشومان دا کارونه ښه سرته ورسوي او د هغه په سرته رسولو ځان مسوول وګڼي، هغومره به ارامه او خوشحاله وي.
خو دې ته هم باید متوجې و اوسئ چې ستاسې ماشومان په کومو وختونو کې کوم کارونه کولای شي. د بېلګې په ډول، دوه کلن ماشوم کولای شي یوازې د لوبو شیان ځای پر ځای کړي. درې کلن ماشوم کولای شي یوازې خپلې ناپاکې جامې د جامو ټولولو په جالۍ کې واچوي، څلور کلن ماشوم کولای شي د ډوډۍ خوړلو ککړ لوښي تر خپله ځایه ورسوي او همدارنګه پنځه کلن او شپږ کلن ماشوم کولای شي خپلې مینځلې جامې له تناب نه را ټولې کړي.
د ماشومانو د عمر کچه او هغوی ته د بېلابېلو مسوولیتونو سپارل ډېر مهم دي. د ارواپوهانو په اند، که ماشومانو ته د کارونو او مسوولیتونو په سپارلو کې د هغوی عمر او د کار اندازه په نظر کې و نه نیول شي، د ماشوم په روزنه ډېر بد تاثیر لري.
۳- ماشومانو ته مو د تېروتنې منل ور زده کړئ!
موږ ټول دا کوښښ کوو چې ماشومان مو له روحي او جسمي خطرونو په امن کې وي. هېڅ یې نه شی منلی چې ستاسې ماشومان د ښوونځي په فوټبال ټيم کې سمه لوبه و نه کړي. دا دې سمې لوبې نه کول تاسې مجبوروي چې هغوی نور له فوټبال کولو څخه راوګرځوی، خو په یاد لرئ که مو داسې وختونو کې ماشومان ونه هڅول او په بیا بیا مو هغه تشویق نه کړل، دا بده خاطره به د هغوی په مغز کې ځای ونیسي او په هېڅ وخت به یې له یاده و نه وځي چې دا یې پر خپل نفس باور لا کمزوری کوي.
د کارونو سم سرته نه رسول یا په وار وار تېروتنې کول، نه باید د دې سبب شي چې ماشوم مو له هغه لوبې او یا کار نه منعه کړی. د تېروتنې منل مو ماشومانو ته ور زده کړئ، پرېږدئ چې هغوی له تاسې جلا یو ساعت په خوب خونه کې تېر کړي. پرېږدئ چې په ژوند کې نوې تجربې وکړي. د بېلګې په ډول، پرېږدئ چې هغوی د ښوونځي د فوټبال ټیم کې لوبه وکړي، په وار وار هلته تېروتنې وکړي او بالاخره بل ځل تاسې ته راشي او ووايي چې دا ځل بریالی شوم.
۴- د هرې پېښې له پېښېدو مخکې اندېښنې مه کوئ!
مخکې له دې چې له خپل ماشوم څخه مو دفاع وکړی، لږ حوصله وکړئ. په صبر او حوصلې سره کولای شی د خپلو ماشومانو د ستونزو د حل په اړه ښه فکر وکړی. فرض کړئ ستاسې ماشوم ته په ښوونځي کې ټولګیوال وايي (چاغه)! دا وخت تاسې دوه لارې مخکې لری: یوه دا چې د هغه ماشوم د پلار شمېره پيداکړئ او هغه ته یې د ماشوم په اړه شکایت وکړئ. دویمه دا چې خپل ماشوم ته ووايئ چې د هغه په اړه باید څه وکړي. دا دویمه لاره تر ټولو غوره او ښه ده.
ماشوم ته مو ووايئ چې خپل ملګري ته ووايي، زه خو (چاغ) نه یم او که وم هم، یو ملګري ته داسې خبره کول چې هغه پرې خپه کېږي، ښه کار نه دی.
دا ډول چلند ښودل ماشوم ته د هغو پر روحیه ډېر ښه تاثیر لري.
۵- په خپله خوښه کار کول مو ماشوم ته وښيئ!
کېدای شي ستاسې ماشوم د یو کار له سرته رسولو وډار شي او ځان کمزوری وګڼي. د بېلګې په ډول، وايي زه په ریاضي کې ټنبل یم، زه د فوټبال لوبه نه شم کولای، زه دا… نه شم کولای.
دغه وخت د مور او پلار ډاډ ماشوم ته ډېر مهم دی او ډېر زیات تاثیر د ماشوم پر روحیه او کار کولو لري. هڅه وکړئ چې د ماشومانو روحیه مو د هغوی د نيمګړتیاوو په اړه پياوړې کړئ.
د دې لپاره چې د ماشومانو روحیه مو پياوړې کړئ، باید له مثبت انګېزه لرونکو خبرو څخه ګټه واخلئ. د بېلګې په ډول، هغوی ته ووايئ چې لومړیو کې هر څوک تېروتنې کوي، هېڅوک له عیب او نمیګړتیا خالي نه دي، ټول ماشومان لومړیو کې ستاسې په څېر تېروتنې کوي، ته به وروسته ډېر پیاوړی شې، کوښښ وکړه چې تر ټولو مخکې شې.
دا ډول جملې به ستاسې ماشومان لا پياوړي او پر ځان باوري کړي.
۶- ښې شېبې مو له یاده مه باسئ!
له ماشومانو سره مو په چکر لاړ شئ، د هغوی د خوښې خواړه ورته را وغواړئ، هغوی ته ووايئ چې د ځان لپاره نوي ملګري پيداکړي، د خپلوانو او ملګرو په خوښیو کې یې ګډون کولو ته وهڅوئ، په وار وار د هغو پېښو په اړه ورسره خبرې وکړئ چې دوی پکې بریالي شوي دي.