اروپايي ټولنې پرون په رسمي ډول پر روسيې خپل اقتصادي بندیزونه چې ۴ کاله وړاندې يې لګولي وو، وغځول. پر روسيې دا بندیزونه د مسکو له خوا له خپلې خاورې سره د کریمیا ټاپو وزمې د یو ځای کولو په خاطر لګول شوی وو. د ۲۸ هېوادونو جوړې اروپايي شورا په یوه بیان کې ویلي دي چې دا بندیزونه به د راتلونکي ۲۰۱۹ کال تر جولای میاشتې پر ځای پاتې وي. د اروپايي هېوادونو اقتصادي بندیزونه د روسيې د انرژۍ، بانکدارۍ او دفاعي سکټورونه په نښه کوي. په روانه اوونۍ کې اروپايي ټولنې پر هغو پنځو روسي وګړو د ویزو پر بندلو او په اروپا کې د هغوی د پانګو پر کنګل کولو موافقه وکړه چې په بریتانیا کې د یوه پخواني روسي جاسوس او د هغه پر لور د کیمیاوي موادو په برید کې په لاس لرلو تورن دي.