امریکا په تېرو شلو کلونو کې ښارونه لږ جوړ کړل خو کلي یې ډېر وران کړل. سي بي ایس نیوز په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې یې مېشتو خبریالانو لرو پرتو سیمو ته سفر کړی دی او هلته یې د خلکو بوږنوونکی وضعیت په سترګو لیدلی دی. سرچینه وایي امریکا په تېرو شلو کلونو کې هغه کلي او بانډې له خاورو سره خاورې کړي چې یو وخت پکې ښایسته ژوند روان و او خلکو له سولې او امنیت خوند اخیست. سرچینه وایي امریکا په تېرو شلو کلونو کې په ښارونو کې لږ لږ آبادۍ وکړې خو کليوالې سیمې یې ځينې له خاورو سره خاورې کړې او ځينې یې د نا امنیو له امله داسې حالت ته راورسولې چې نن سبا خلک له لوږې پکې مري. سرچینه وایي ډېر هغه کلي نن له خلکو خالي دي چې تر شل کلنې جګړې مخکې پکې آرام ژوند روان و. تر دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو رسنیو پر هغو کلیو او سیمو راپورونه جوړ کړي چې د امریکا په تېره شل کلنه جګړه کې له خاورو سره خاورې شوي دي.





























