په فېلېپین کې د سختو بارانونو له امله د سېلابونو او ځمکې ښویېدو په پېښه کې ۷۲ کسان مړه شوي او یو شمېر نادرکه دي. د دغه هېواد له طبیعي پېښو سره د مبارزې چارواکي وايي، زرګونه کسان چې د دغه توپان په لاره او سیمه کې د سېلاب له خطر سره مخامخ وو، د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. فېليپيني چارواکو ویلي، که څه هم حکومت د داسې یوې پېښې د مخنیوي لپاره لازم چمتووالی نیولی، خو له بده مرغه، د باران اندازه له هغه ډېره وه چې خلکو تمه درلوده. د راپورونو له مخې په فېلیپین کې له پېښې وروسته الوتنې لغوه شوې او ښوونځي تړل شوي دي. په همدې حال کې د فېلېپین د هوا پېژندنې اداره وايي، ښايي په راتلونکو ورځو کې توپان شدت ومومي.





































