د عراق په پلازمېنه بغداد کې د تېلو د يوه ټانکر د چاودنې له کبله ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د بغداد يوه امنيتي چارواکي احمد سليم ويلي چې چاودنه خورا زوروره وه او غږ يې نږدې په ټول بغداد کې اوريدل شوی دی. هغه ويلي چې ټانکر د بغداد په ختيځه څنډه کې په يوه استوګنيزه سيمه کې درول شوی و چې د چاودنې له کبله يې نهه تنه عام خلک وژل شوي او ۱۳ نور دي. روغتيايي چارواکو بيا د پېښې له کبله د وژل شويو کسانو شمېر ۱۲ او ټپيانو هغه بيا ۲۰ تنه ښودلی دی. امنيتي چارواکو ويلي چې د ټانکر چاودنه ترهګريز عمل نه بلکې يوه پېښه وه خو د عراق ولسمشر عبدالطيف رشيد بيا په دې اړه د پلټنو او د پېښې پړو ته د سزا ورکولو امر کړی دی.





































