ملګرو ملتونو د روسيې له لوري له اوکراينه د غلو د صادراتو تړون پر ځنډېدو خواشيني ښودلې ده. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند سټيفن ډوجاريک د يوه بيان په خپرولو سره ويلي چې انتونيو ګوتريش د روسيې تر پرېکړې وروسته د عربو ټولنې په سرمشريزه کې د ګډون په موخه الجزاير ته خپل سفر ځنډولی دی. ملګرو ملتونو ويلي چې له اوکراينه د غلو صادراتو په نړۍ کې ۱۰۰ ميليونه خلک له سختې لوږې ژغورلي وو. د يادونې وړ ده چې روسيې پر خپلې يوې پوځي بېړۍ د اوکرايني ډرون الوتکو د بريدونو تر ادعا وروسته له اوديسا بندره د غلو د صادراتو تړون وځنډاوه. دا تړون درې مياشتې مخکې د ملګرو ملتونو او ترکيې په منځګړيتوب لاسليک شوی و او پر بنسټ يې له اوکراينه نهه ميليونه ټنه غله صادره شوه. اوکراين د روسيې پر پوځي بېړۍ بريدونو کې لاس لرل رد کړي او دا ادعا يې د روسيې دسيسه بللې ده.



































