د ايران د بشري حقونو سازمان وايي، د دغه هېواد په روانو مظاهرو کې تر اوسه پورې “لږ تر لږه ۴۵۸ تنه وژل شي چې ۶۳ په کې ماشومان او ۲۹ تنه نور ښځې دي.” دغه سازمان چې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې دی وايي، لږ تر لږه ۱۱ تنه لاريون کوونکي په اعدام هم محکوم شوي دي. خپله ایراني چارواکو بیا تر اوسه په دې پراخو لاریونونو کې د وژل شویو یا نیول شویو کسانو رسمي شمېر نه دی خپور کړی. د ايران د بشري حقونو د سازمان مشر محمود اميري مقدم د ايران په محکمو کې د عادلانه محاکمې د معيارونو نه مراعتولو ته په اشارې سره محاکمې “نمايشي” بللې او د دغو محکمو له خوا د اعدام د حکمونو صادرېدل، تر قضايي معیارونو ورهاخوا د معترضینو د قتل د دوام پروګرام بللی دی.





































