په پيرو کې د لومړي ځل لپاره يوه ښځه د ولسمشرې په توګه ټاکل شوې ده. رسنيز راپورونه وايي چې د پيرو پارلمان پرون مخکنی ولسمشر پېدرو کاسټيلو بې واکه کړ او اوس يې دينا بولوارتي د ولسمشرې په توګه ټاکلې ده. شپيته کلنه بولوارتي د مسلک له پلوه حقوقپوهه ده او تر دې وړاندې يې د ولسمشر د مرستيالې په توګه دنده ترسره کړې ده. د پيرو پارلمان ويلي چې دينا بولوارتي به تر ۲۰۲۶ کال يا د پيدرو کاسټيلو د کاري مودې تر بشپړولو پورې د ولسمشرې په توګه دندې ته دوام ورکړي. پارلمان مخکنی ولسمشر تر هغې وروسته بې واکه کړ چې د سياسي مخالفتونو له کبله يې د پارلمان د منحلولو هڅه وکړه. رسنۍ وايي چې کاسټيلو تر بې واکه کېدو وروسته مکسيکو ته تښتېده خو په لاره کې د پوليسو له لوري نيول شوی دی.





































