بوکوحرام وسله والو د نايجريا په شمال ختيځ کې ۱۷ شپانه وژلي او د هغوی څاروي يې تښتولي دي. د ځاني دفاع د ځايي ملېشو يوه مشر بابه کورا کالو لويديځو رسنيو ته ويلي چې شپانو په لومړي سر کې مقاومت کړی، خو دا چې د بوکوحرام وسله وال ډير او په ښو وسلو سمبال وو، مقاومت یې پايله نه درلوده او ټول وژل شوي دي. بوکوحرام له کلونو راهيسې بزګران او شپانه د نايجريا پوځ ته په جاسوسۍ تورنوي او له منځه يې وړي. د ملګرو ملتونو په يوه راپور کې ويل شوي چې له ۲۰۰۹ کال راهيسې د نايجيريا په مختلفو سيمو کې د بوکوحرام او نورو وسله والو ډلو له لوري څه باندې ۴۰ زره ملکي وګړي وژل شوي او شاوخوا دوه ميليونه نور بېځايه شوي دي.





































