د امریکا د یوټا په ایالت کې پولیس وايي چې د ایناک په ښار کې یې د یوې کورنۍ د اتو غړو مړي موندلي چې پنځه یې ماشومان دي. د امریکایي رسنیو د خبر له مخې، دا کسان په ډزو وژل شوي دي چې وړمه ورځ یې مړي موندل شوي دي. پولیس وايي، داسې کوم شواهد یې نه دي موندلي چې د دغې سیمې د خلکو ژوند ته دې ګواښ وي. چارواکو د دغې پېښې په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي. د دغه ښارګوټي اداري مسئول راب ډاتسن ویلي دي چې د سیمې خلکو دا کورنۍ پېژندله او دې پېښې ټول خواشيني کړي دي. هغه وايي، دا خلک ډېر وخت لیدل شوي نه وو او پولیس ورغلل چې احوال یې واخلي او د دوی مړي یې وموندل.





































