د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ادعا کړې چې د دغه هېواد پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د ده د وژلو لپاره ترهګرو ته پیسې ورکړې دي. عمران خان دا څرګندونې په خپل ټویټر پاڼه کې په تازه څرګندونو کې کړې دي. تر دې مخکې عمران خان ویلي وو، چې څلورو کسانو د ده د وژلو پلان جوړ کړی، خو د چا نوم یې نه و په ډاګه کړی. هغه اوس ویلي دي چې په دې څلورو کسانو کې یې یو تن پخوانی ولسمشر او د پیپل ګوند مشر اصف علي زرداري دی. نوموړي ادعا کړې چې زداري د دې کار لپاره ترهګرو ډلو ته پیسې ورکړې دي او د پاکستان ځینې ځواکمن خلک ورسره په دې کار کې مرسته کوي. عمران خان د ځواکمنو خلکو اصطلاع د پاکستان د پوځ ځینو چارواکو ته کاروي. بلخوا د پیپل ګوند د عمران خان دغه تورونه رد کړي او د هغه پر ضد په محکمه کې د عریضې کولو اعلان کړی دی.





































