د پاکستان مري ښار پولیسو د دغه هېواد د ‘عوامي مسلم لیګ’ ګوند مشر شیخ رشید احمد نیولی دی. نوموړی تر نیول کېدو وروسته د پلازمېنې اسلام اباد پولیسو ته سپارل شوی. دا چې نوموړی چېرته او څرنګه نیول شوی، په دې اړه ضد او نقیض مالومات خپرېږي. په خپله شیخ رشید احمد تر نیول کېدو وروسته یوه ځايي خصوصي تلویزیون ته ویلي “سل دوه سوه کسان په زینو راوختل، دروزاې یې ماتې کړې، راننوتل او زور زیاتی یې کړی. ټول کاریګر یې ډبولي – زه یې په زور موټر کې اچولی او راوستی یم.” هغه پر خواله رسنیو یوه خپره شوې ویډیو کې دا ادعا هم کړې چې ګوندې دا هر څه ورسره د واکمن مسلم لیګ (ن) ګوند او کورنیو چارو وزیر ‘رانا ثنا الله’ په امر شوي. هغه ویلي د فبرورۍ تر ۶مه یې ضمانت منل شوی دی.





































