د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دغه هېواد ته د ورپېښو سترو ننګونو بحث لپاره د ټولو سیاسي مشرانو په ګډون د یوې ناستې جوړېدو پرېکړه کړې ده. د پاکستان د ټولو ګوندونو کنفرانس به راتلونکې اونۍ په اسلام اباد کې جوړ شي. شهباز شریف د عمران خان په ګډون د پاکستان ټولو سیاسي مشرانو ته دغه کنفرانس کې د ګډون رسمي بلنه ورکړې ده. د پاکستان د مرکزي کابینې یوه غړي سردار ایاز صادق د پاکستان قامي اسمبلۍ د مخکینې رییس اسد قیصر او د دفاع پخواني وزیر پروېز خټک له لارې عمران خان ته د شهباز شریف لخوا ‘اې پي سي’ کې د ګډون بلنه رسولې ده.





































