د امريکا ولسمشر بايډن په وروستيو ورځو کې سپينه ماڼۍ کې د يوې وينا په ترڅ کې وويل، هيڅ داسې نښه نښانه نه ښکاري، چې وروستي درې راغورځول شوي توکي له چين سره تړاو لري او امريکا به له چين سره تماسونه وساتي او د نوې سړې جګړې جوړول نه غواړي. خو هغه په ورته وخت کې وويل، چې د چين د بې پيلوټه بالون د غورځولو په هکله به له دغه هېواد څخه بښنه ونه غواړي.
د بایډن دغه څرګندونې په خپله سره په تضاد کې دي او صميميت پکې نشته. دا د مسئلې حلولو سمه لاره نه ده. د امريکا ځيني سياستوال غواړي د دغه بې پيلوټه بالون د پېښې له لارې د خپلو شخصي ګټو ترلاسه کولو په موخه پر چين تور ولګوي او د هغوی نیتونه سم نه دي. د چين رويه څرګنده ده، اوهغه دا چې د چين او امريکا تر منځ اړيکو کې د مسئلې رامنځته کول د اندېښنې وړ نه دي، خو دواړه خواوې بايد د مسئلې حولو صميميت او توان ولري.
چين افشا کړې، چې د تېر کال له مې راهيسې امريکا فضا ته ګن شمېر بې پيلوټه بالونونه پورته کړي او لږ تر لږه لس ځلې په ناقانونه توګه د چين قلمرو ته ننوتلي دي. امريکا په دې هکله هېڅ نه دي ويلي، خو د امريکا فضا ته د چين د ملکي بي پيلوټه بالون ننوتلو ته يې سخت غبرګون ښودلی دی. دا د امريکا دوه مخې ده.
برسیره پر دې، د امريکا هغه کړنه، چې د توغندي په وسيله يې ملکي بالون په نښه کړی، د دغه هېواد باداري غوښتنه او زور غوښتونکی شخصيت ښکارندويي کوي. امريکا د خپل شتون په ۲۴۰ کلونو کې يوازې په ۱۶کلونو کې جګړه نه ده کړې او يه نړۍ کې يې ګن شمېر بشري تراژيدۍ جوړ کړې. امريکا هر وخت د توپيرونو پر وړاندې له روز څخه کار اخلي او دغه هېواد په نړۍ کې د ګډوډۍ جوړولو ستر لامل دی.