کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر له سفر وروسته، د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر او د سولې په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی عمر داوودزی پاکستان ته ولاړ او هلته یې له پاکستاني چارواکو د افغان سولې په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه. له پاکستاني چارواکو سره د داوودزي په اوږدو خبرو کې د دیني عالمانو د غونډې د جوړولو په ګډون، پر ډېرو مسایلو خبرې شوې، خو د نوموړي اصلي غوښتنه له پاکستان څخه دا وه چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته حاضر کړي.
دا غوښتنه پوره کېدونکې ده؟
د سولې په خبرو کې د پاکستان پر نیت او اراده لا هم شکونه دي. پاکستان د سولې په پروسه کې د سعودي او اماراتو په را ګډولو سره میلیاردونه ډالره واخیستل. له همدې امله یې پنځه طالب مشران د اماراتو غونډې ته بوتلل. پاکستان له افغان حکومت سره ژمنه کړې وه چې طالب استازي به له دوی سره مخامخ خبرو ته حاضروي، خو دا کار ونه شو. وروسته یې په سعودي کې د غونډې ژمنه وکړه، خو هغه غونډه هم ونه شوه. تېره اونۍ چې ټاکل شوې وه په قطر کې د طالب او امریکايي استازو ترمنځ غونډه وشي، له پاکستان څخه درې طالب مشران قطر ته روان وو، خو پاکستان اجازه ور نه کړه او په قطر کې هم خبرې ونه شوې. ویل کېږي چې پاکستان له قطر څخه هم د همکارۍ په بدل کې د مرستې غوښتنه کوي.
اوس پاکستان رښتیا نه غواړي چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېنوي او که نه شي کولی؟
څه چې ښکاره دي، که پر هغو باور وکړو، د اماراتو او سعودي غونډو وښوده چې پاکستان پر طالبانو هر څه نه شي منلی. داسې هم ویل کېږي چې پاکستان ظاهراً غوښتل چې طالبان او افغان چارواکي مخامخ خبرو ته سره کېني، خو په پټه یې طالبانو ته ویلي وو چې ناسته به نه کوئ. اوس دواړه بحثونه شته. پاکستان یا نه غوښتل چې طالب استازي له افغان حکومت سره کېني او یا یې ونه شوی کولی. په دواړو حالتونو کې، له پاکستان څخه د حکومت دا غوښتنه منطقي ده چې هغوی دې طالبان له افغان چارواکو سره خبرو ته حاضر کړي؟
که پاکستان نه غوښتل چې دا کار وکړي، نو اوس هم هېڅ نه دي بدل شوي او افغان حکومت به پاکستان ته قناعت ور نه شي کړلی چې طالب استازي خبرو ته حاضر کړي. حکومت نه پر پاکستان داسې فشار راوړلی شي، چې تصمیم یې بدل شي او نه هم داسې څه ورکولی شي چې پاکستان دې پرې خپل دریځ بدل کړي. پر همدې بنسټ له پاکستان څخه دا غوښتنه بې ځایه ده چې هغوی دې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېنوي. له بله اړخه که پاکستان پر طالبانو دومره کنټرول نه لري چې هغوی خبرو ته حاضر کړي، بیا هم د افغان حکومت غوښتنه بې ځایه ده او ستونزه به حل نه شي. دا ستونزه هغه وخت لا نوره زیاتېږي چې د افغان سولې په تړاو د امریکا او پاکستان د پټې معاملې شکونه جدي وګڼل شي.
اوس افغان حکومت باید له پاکستان سره د تکراري او بې مانا خبرو پر ځای، له امریکا سره روښانه او پرېکنده خبرې وکړي. د سولې په تړاو له پاکستان سره د حکومت خبرې ګټه نه کوي، خو له امریکا سره روښانه او پرېکنده خبرې افغاني ګټې خوندي کولی شي.