د صنعت او سوداګرۍ وزارت د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د ۹ میلیونه افغانیو پر پانګونې د صابون جوړولو کارخونه پرانیستله. یاد وزارت ویلي، چې یاده کارخونه هره ورځ ۱۵ زره صابون تولیدوي او ۱۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده. د تخار ولايت د صنعت او سوداګرۍ رييس عبدالرحمان غزنوي د دې کارخونې د پرانيستې په مراسمو کې د دغه ولايت له اوسېدونکو وغوښتل، چې خپل کورني توليدات وکاروي. د یادولو ده، چې دغه کارخونه خپل اومه توکي له ایران، مالیزیا او اندونیزیا واردوي او د کالو مینځلو صابون پر بېلابېلو بڼو بازار ته وړاندې کوي.