د راپورونو له مخې یوه ایراني قوماندان ویلي، چې له افغانستان سره د ایران پر ټولو پولو اغزن تار نه لګوي. نوموړی وایي، چې ایران به یوازې زیانمنونکي نقطې بندې کړي. د ایران پوځ اعلان کړی، چې د څلور متره کانکریټي دېوال، اغزن تار او کټارو په مرسته به د پولې د تړلو پلان په درېیو کلونو کې عملي شي. د ایران د اېسنا خبري اژانس د راپور له مخې؛ سردار قاسم رضايي پرون د ختیځو پولو د بندولو د پلان په اړه ویلي، چې د نشه یي توکو قاچاق، د انسان قاچاق او ان د ترهګرو نفوذ د دې پولو له لارې کېږي، نو له همدې امله پریکړه شوې، چې دا سرحدونه به بند کړي ترڅو کنټرول او اداره شي. د ایران د قانون د پلې کولو دغه چارواکي وویل، چې له افغانستان سره د ختیځو پولو د بندولو پلان د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو د قوماندانۍ د ادارې له خوا د پوله ساتو د کارپوهانو له نظرونو او د حکومت له خوا په پام کې نیول شوې بودیجې څخه په استفادې سره عملي کیږي.