د ایران د ریل پټلۍ ادارې ویلي، چې ترکیې ته د افغانستان د صادراتي رېل ګاډي لس واګونونه د تهران له سټېشن څخه تېر شول. د ایران د رېل پټلۍ له افغانستان څخه ترکیې ته د سوداګریزو توکو د دویم ګاډي د لېږدولو لپاره د چمتووالي خبر ورکړی. دا رېل ګاډی چې له افغانستان څخه د تالک ډبرې لیږدوي په تېرو دوو اونیو کې د شمتګ پر پوله ودرول شو. د ایران د رېل پټلۍ ادارې د لایسنس نه لرلو سره سره د دغه ګاډي د تېرېدو اجازه «ښه نیت او ملي ګټو ته پام» بللی دی. د دغه راپور له مخې د تالک بار وړونکی ګاډی اوس د ایران په شمال لویدیځ کې د رازي پولې ته پر لاره دی.