د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په هرات ولایت کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه. د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې پرانیستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې یو مثبت او اغېزناک ګام وباله. نوموړ وویل چې د افغانستان د رسمي پلاوي او خصوصي سکټور د سوداګریزو اړیکو کنفرانس، دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو او په ۱۴۰۲ کال کې د قزاقستان په استانه ښار کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو له نندارتون وروسته قزاقستان ته د افغانستان صادرات زیات شوي دي. د قزاقستان د سوداګرۍ خونې مشر ټینګار کړی، چې د دې خونو له پرانیستلو څخه موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم او ارزښت لوړول دي ځکه، چې قزاقستان له سرپرست حکومت سره د اړیکو او سوداګرۍ پراختیا ته لیوالتیا لري.