ایران دمګړۍ له تر ټولو بد اقتصادي وضعیت سره مخ دی. د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې د امریکا تر بندیزونو وروسته یې هېواد له سختو اقتصادي شرایطو سره مخ شوی دی. دده په خبره ایران په تېرو څلوېښتو کلونو کې له دومره بد اقتصادي وضعیت سره مخ نه و ، خو اوس ایران له تر ټولو سختې اقتصادي کمزورۍ سره مخ شوی دی. ایران وروسته له هغه تر سختو اقتصادي فشارونو لاندې راغی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره له شوي اټومي تړون ووت. هغه پر ایران لرې شوي بندیزونه بېرته ولګول او پر دغه هېواد یې د لا سختو اقتصادي فشارونو د وضع کولو خبرداری ورکړی دی. حسن روحاني بیا نه دي ویلي چې ددې ناوړه اقتصادي وضعیت تر شا ملامت ایران دی که امریکا خو وايي هڅه کوي هېواد یې له دې حالت وژغوري.