د اوکراین لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي چې واشنګټن او اروپايي ټولنه د ۲۴ اوکرایني کښتۍ چلوونکي د بندي کولو له کبله د روسیې پر وړاندې د یولړ اقداماتو په اړه غور کوي. کورټ وولکر ویلي، چې روسیې دا کښتۍ چلوونکي لاهم په غیرقانوني ډول ساتلي او ښايي چې د مارچ په ۳۱ مه د اوکراین د ولسمشرۍ د ټاکنو تروخته یې خوشي نه کړي. وولکر وویل، له دې سره داسې یو تصور شته چې د دې کښتۍ چلوونکو د نیولو لپاره کوم مشروع دلیل نشته بلکې د روسیې هدف له دې کاره تر ډیره سیاسي دی څو پر اوکراین فشار راوړي. د اوکراین لپاره د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړه، امریکا او اروپا پر دې غور کوي چې که روسیه یاد کسان خوشې نه کړي نو د دې هېواد پرضد باید کوم اضافي اقدامات وشي.