امریکا وايي تصمیم یې نیولی چې د روسیې سره د اټومي توغندیو له تړون ووځي. د امریکا دغه تصمیم د چارو د څارونکو ترمنځ زیاتې اندېښنې رامنځ ته کړي دي. دوی اندیښمن دي چې د روسیې سره له تړون نه د امریکا وتل به د تسلیحاتي سیالیو نوی دوران رامنځته کړي. امریکا د سړې جگړې وروسته د روسیې سره د منځمهاله واټن ویشتونکو اټومي توغندیو د کنټرول سند لاس لیک کړی و. امریکا اوس روسیه ددې تړون نه په سرغړونه تورنوي، خو روسیې دغه تورونه نه مني. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خبریالانو ته ويلي، چې هیواد یې روسیې ته یو رسمي لیک استولی دی او ورته یې ویلي دي چې که روسیه ددې تړون نه سرغړونو ته دوام ورکړي امریکا به د شپږو میاشتو په موده کې له دې تړون نه ووځي.