د پکتيا ولایت ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز ګردیز کې ۵۳۰۰ کارتنه تاریخ تېره خوراکي توکي نیول شوي دي. د مالوماتو له مخې په نیول شویو توکو کې مکروني، آش، خميره، کیک او بېسکېټ او ډول ډول نوشابې شاملې دي. دغه توکي په داسې حال کې په یوه کور کې نيول شوي، چې په یادو تاریخ تېره توکو یې بل نوی تاریخ او ټاپه وهله. د چارواکو په خبره د یادې قضیې په تړاو دوه تنه نیول شوي او له څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.