د سرپرست حکومت چارواکو او د خصوصي سکتور غړو، نن په کابل کې د خصوصي سکټور صندوق پرانیسته وکړه. د خصوصي سکټور د ملي او اغېزمنو برنامو مالي ملاتړ، د کورنیو تولیداتو معیاري کول، د صادراتو لپاره د ځانګړو مرکزونو میکانیزه کول، د صادراتي واحد مرکزونو د رامنځته کولو له لارې د صادراتو بهیر آسانه کول او د ملي او بینالمللي نندارتونونو جوړول؛ د یاد صندوق د جوړېدو مهمې موخې بلل شوې دي. په دې اړه نن جوړو شویو مراسمو کې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال وویل، چې د دغه صندوق د پرانیستلو سره به د خصوصي سکتور د ملاتړ ترڅنګ د سوداګرۍ، ترانزیټ، صنعت او کورنیو تولیداتو د ودې او پرمختګ بهیر ګړندی شي. نوموړي زیاته کړې، چې د دغه صندوق د پرانیستلو وروسته به د بېکارۍ کچه ټېټه او هېوادولو ته به کاري فرصتونه برابر شي. اقتصادي مرستیال د خصوصي سکټور له استازو غوښتي، چې خپل فعالیتونه لا ګړندي او په ښه کیفیت ترسره کړي.