قزاقستاني چارواکو ویلي، هڅه کوي له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه په کال کې له یو میلیارد څخه درې میلیارد ډالرو ته لوړه کړي. د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال سرک ژومانګارین ویلي، کابل سره د سوداګرۍ د پراختیا په موخه به یوه بله ټرانزېټې لاره هم جوړه کړي. ژومانګارین ویلي، د دې لارې په جوړېدو به د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري له یو میلیارد څخه درې میلیارد ډالرو ته پورته شي. څو ورځې وړاندې د قزاقستان ولسمشر د اسلامي امارت نوم، په خپل هېواد کې د ممنوعه سازمانونو له نوملړ وایست.