د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر په مرسته، د شپاړلسمې ناحیې اړوند قلعه زمان خان سیمه کې د ۲ کوڅو کانکرېټ کولو چارې روانې دي. د مالوماتو له مخې دغه کوڅې د ۴۴۰ مترو په اوږدوالي او ۴ مترو په سور سره کانکرېټ کېږي. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست مسوولین وایي ؛ په دغه پروژه کې د لښتیو او د ۲۶ مترو په اوږدوالي د یوه استنادي دېوال جوړول هم شامل دې چې، تر دې دمه یې (۸۰) سلنه چارې پر مخ تللې او د یوې میاشتې په موده کې به بشپړې شي. د یادولو وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.