د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین وايي، چې هڅه کوي د برېښنا د تولید په کورنیو سرچینو تمرکز وکړي. د برېښنا شرکت د مسوولینو په وینا روان کال به په هېواد کې د لمریزې انرژۍ د تولید څلورو پروژو چارې به پیل شي. د برېښنا شرکت مسوولین وايي، چې د دې پروژو له جملې دوه یې د کابل اړوند او دوه نور یې په ننګرهار ولایت کې پيلیږي، چې په ټولییزه توګه به ۱۴۲ میګاواټه برېښنا تولید کړي. د خصوصي سکټور غړي هم وايي، چې هېواد کې ورځ تر بلې د برېښنا اړتیا مخ په زیاتېدو ده او مسوولین باید په هېواد کې د برېښنا د تولید د پراختیا په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي. افغانستان په سیمه کې د برېښنا د تولید تر ټولو سترې سرچینې لري، خو د منځنۍ اسیا له هېوادونو او ایران څخه په وارداتي برېښنا تکیه کوي.