د افغانستان د ریل پتلۍ ادارې خبر ورکړی، چې په تېرو ۲ اوونیو کې د اورګاډي له لارې څه باندې ۱۲۵ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. یادې ادارې په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په تېرو ۲ اوونیو کې ۱۲۵زره ۲۹۰ مټریک ټنه انتقالات د رېل پټلۍ له لارې تر سره شوي. د معلوماتو له مخې، دغه لېږد رالېږد د حيرتان، اقينې او تورغونډۍ د رېل پټلۍ له لارې شوى دى. د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې د ریل پټلۍ ادارې ویلي وو چې دوی د سوداګرو لپاره د د لیږد را لېږد په برخه کې ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي دي.