د کانونو او پټرولیم وزارت، نن د څه باندې ۱۰ ميليونه ۵۴۹ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د آمو دریا نفتي حوزې اړوند د انګوټ سیمې ۲۰ زره ټنه خام نفت د آزادې داوطلبۍ له لارې وپلورل. په دغې داوطلبۍ کې ۱۰ شرکتونو ګډون کړی و چې د قيصر بابا ليمېټډ شرکت په لوړ قيمت سره ګټونکي اعلان شو. د کانونو او پټرولیم وزارت د لومړي ځل لپاره د تېرو دوو اوونيو په بهیر کې د شاوخوا ۸۲ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت، د آمو دریا نفتي حوزې ۱۵۰ زره ټنه خام نفت په هېواد کې دننه د پروسس په موخه پر کورنیو پانګه والو پلورلي دي.