د عدلیې وزارت چارواکي وایي، چې په دغه وزارت کې ثبت شویو خیریه بنسټونو په بغلان او تخار کې له سېلاب ځپلو سره څه باندې ۵۶ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده. د مالوماتو له مخې دغه وزارت له ثبت شویو خیریه بنسټونو او اتحادیو غوښتي و چې په بغلان او تخار کې د سېلاب ځپلو لاسنیوی وکړي. څو اوونۍ وړاندې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو ورښتونو له امله په راوتلو سېلابونو کې درانه ځاني او مالي زیانونه واوښتل. له دې وړاندې روغتیا نړیوال سازمان سېلاب ځپلو ته د پام لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې وه. دغه سازمان ویلي چې له سېلابونو په اغېزمن شویو ولایتونو کې وضعیت ناوړه دی او دغو سېلابونو په بغلان، بدخشان او تخار کې ۶۰ زره کسان اغېزمن او اووه زره او ۸۰۰ کورونه یې ویجاړ کړي دي.