د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په یوه ورځ له پاکستان او ایرانه له درې نیم زره ډېر کډوال راستانه شول چې ۲۶ تنه یې بې سرپرسته ماشومان دي. د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې په یادو کډوالو کې کورنۍ او یو شمېر یې مجرادان وو. دغه وزارت ویلي، چې پرون د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۲۷۷۴ تنه افغان له ایران څخه په زور او خپله خوښه راستانه شول. د کډوالو وزارت وايي، له ایران څخه په تازه راستنو شویو کډوالو کې ۲۶ تنه یې بې سرپرسته ماشومان وو چې د کورنیو موندلو په مخه یې په دغه ولایت کې وارچایلډ موسسې ته سپارلي دي. همدارنګه د کډوالو وزارت وايي، پرون ۹۱۱ تنه افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو د پاکستان حکومت له لوري په زور راستانه کړل شول.