د اروپايي ټولنې د بشري مرستو او مدني خوندیتوب بنسټ خبر ورکړی، چې په افغانستان کې یې بشري ناروین ته په کتو ۱۵۰ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي. یاد بنسټ پرون په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت له امله، اروپايي ټولنې په دغه هېواد کې د قحطۍ ګواښ د مخنیوي په موخه د بېړنیو مرستو زېرمه فعاله کړې ده. د خبرپاڼې له مخې، د دغو پیسو له ډلې به ۱۲۶ میلیونه یورو په افغانستان کې دننه، څه باندې ۱۱ میلیونه یورو به په پاکستان او نږدې همدومره نورې به په ایران کې د افغان کډوالو د اړتیاوو په پوره کولو او دغه راز د ناورینونو پر وړاندې د چمتوالي پر تیاري ولګول شي. یاد بنسټ زیاته کړې چې د اروپايي ټولنې مالي مرستې به د زیانمنو ټولنو د اړتیاوو پوره کولو لپاره دوام مومي.