د بامیانو ځايي مسوولینو د یاد ولایت د مرکز اړوند د عیسی خان په فامیلي پارک کې د لومړي ځل لپاره د ښځینه سوداګرو لپاره د یو سوداګریز مارکېټ د پرانیستلو خبر ورکړی دی. د دغه ولایت مسوولینو ویلي، چې په دغه مارکېټ کې د ښځینه سوداګرو لاسي صنایع، افغاني جامې، خامک دوزي، افغاني ګنډ، مېناتوري اثار، وطني غالۍ او نور اړوند توکي د پلور لپاره وړاندې شوې دي. ورته مهال په بامیانو کې د کډوالو په چارو کې د نړیوالې ادارې د دفتر مشر محمد اشرف نیازي وویل، چې په یاد مارکېټ کې ۱۸ پلورنځیونه، یو هوټل او پراخه شنه ساحه شتون لري چې د ښځينه سوداګرو د صنعت د ودې لپاره جوړ شوی دی.