د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې د سرو زرو د موقت صدور کړنلاره تایید شوې. یاده غونډه کې دغه راز نویو متقاضیانو ته د نوري فایبر د ملي جوازونو پر ورکړې، په دولتي ادارو کې د اوسنیو څراغونو پر ځای د اېل اي ډي څراغونو پر استفادې او یو شمېر نورو اقتصادي موضوعاتو خبرې شوې دي. د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې همدا رنګه نویو متقاضیانو ته د نوري فایبر د ملي جوازونو د ورکړې پر موضوع هم بحث شوی او تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه شوې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند د «اترا» اداره دې نویو متقاضیانو ته د نوري فایبر ملي جوازونه د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د نړیوالې داوطلبۍ له لارې ورکړي. ویل شوي چې په دې سره به د هېواد ټولو سیمو ته د نوري فایبر شبکه وغځېږي او هېوادوالو ته به په ارزانه بیه او ښه کیفیت انټرنټي خدمات وړاندې شي.