د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ښځينه لاسي توکو او کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شوی دی. د یاد نندارتون موخه کورنیو تولیداتو ته بازارموندنه او له سوداګریزو فعالیتونو ملاتړ ښودل شوی دی. په بلخ کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي چې دا نندارتون د «مولانا جلالالدین محمد بلخي» په نوم سهشنبه د غبرګولي پر ۲۲مه د کار نړیوال سازمان په ملاتړ جوړ شوی دی. په بلخ کې د پانګونې او سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، چې په دغه نندارتون کې لاسي توکي او کورني تولیدات په ۱۳۰ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي، چې له ډلې یې ۸۰ غرفې سوداګرو مېرمنو ته ځانګړې شوې دي.